اسلام آباد 21 اپریل (اے پی پی) د آزاد كشمیر صدر سردار مسعود خان د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوی لخوا د آزادۍ او حق خود ارادیت ترلاسه كولو لپاره په ځانګړو او تاریخی هلو ځلو د مقبوضه كشمیر اولس په ښكاره مرسته كولو مننه كولو سره وئيلې دي دې سره به د لائن آف كنټرول بل پلو مثبت پیغام لاړ شي او د هندي عسكرو د اړخه په كشمريانو د ظلم په ضد به د كشمیریانو حوصلې لوئې شي،د آزاد كشمیر حكومت د وفاقی حكومت بيلو ادارو ، نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی، احساس پروګرام، نیشنل انسټیټیوټ آف هیلتھ او د خپلو كورنيو وسائلو سره د كورونا وائرس وباء خپريدو مخنيوي لپاره په وخت او كوټلې اقدامات كړي د كومو چې مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔دا خبره ده د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوی د مظفرآباد دورې په موقع هغه سره د ملاقات په مهال وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوی د آزاد كشمیر صدر په بلنه د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره د این ډی اېم اے چیئرمین لفټیننټ جنرل محمد افضل سره د كورونا وائرس وباء نه پس د آزاد كشمیر حكومت د اقداماتو جاج اخستو له چې كله مظفرآباد ته ورسيد نو د آزاد كشمیر صدر سردار مسعود خان، وزیراعظم راجه فاروق حیدر خان، د كابینې وزيرانو ، چیف سیكرټري رانا او نورو چارواكو د هغه هركلې وكړو۔د پاكستان صدر په مظفرآباد كښې د آزاد كشمیر حكومت اقداماتو څخه صدر سردار مسعود خان، وزیراعظم راجه فاروق حیدر خان او چیف سیكرټري به تفصیل سره خبر كړل۔دې نه پس صدر ډاكټر عارف علوی مظفرآباد ایوان صدر كښې د آزاد كشمیر صدر سردار مسعود خان سره ملاقات وكړو او میډیا سره ئې د كورونا وائرس وباء نه پس د آزاد كشمیر حكومت اقدامات او د مقبوضه كشمیر په صورتحال خبرې وكړې۔په دې موقع د آزاد كشمیر صدر سردار مسعود خان د پاكستان صدر عارف علوی د اړخه د ټول هيواد علماء او مشائخو په مرسته ترلاسه كولو او د وباء مقابلې كولو لپاره د مذهبی قوتونو او د ههر مكاتب فكر همغږي او د اتفاق پیدا كولو سره د دې وباء په حقله د هيواد په كچه شعور بيدارولو باندې د هغه مننه وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوي ته ووئيل شول د آزاد كشمیر حكومت د احساس پروګرام ترمخه 2 لكه 48 زره كورنيو له 3 اربه روپۍ مرسته وركوي دغسې د آزاد كشمیر حكومت د خپلو وسائلو څخه 130 ملیونه روپو سره د كورونا وائرس روغتونونه ، لیبارټریز او قرنطینه مركزونه جوړ كړي او ډاكټرانو ، نرسز او پیرامیډیكل سټاف لپاره ئې حفاظتی سامان وركولو نه علاوه لاك ډاوَن او دغه په منظم انداز نافذولو غوندې اقدامات كړي چې په نتيجه كښې ئې نن د وباﺀ مخنيوي شوے او په آزاد كشمیر كښې د كورونا وائرس صرف 49 رنځوران رامخې ته دي چې پكښې 16 ښه شوي او خپلو كورونو ته ليږلې شوي۔دې نه ځانله ټولو ضلعو كښې جوړ ریپډ ریسپانس ډلو ګراس روټ لیول ته رسيدو سره مثالی كار كړې۔ دغسې حكومت كورونا وائرس انفارمیشن ټیكنالوجی سینټر جوړ كړے چې 26000 څخه د زياتو كسانو ډیټا جمع كولو كار كوي او تر اوسه سینټر خپل 80 فیصده څخه زيات هدف كامیابي سر كړے۔ د آزاد كشمیر صدر ووئيل د آزاد كشمیر په روغتونونو كښې ډاكټرانو ، نرسز او پیر میډیكل سټاف زياتره غړو له حفاظتی سامان وركړې شوې۔ ده ووئيل صدر او وزیراعظم په ذاتی توګه د هر مكاتب فكر علماء سره د كورونا وائرس په اړه مشاورت كړې او د هغوي مرسته ئې ترلاسه كړې۔ د آزاد كشمیر صدر ډاكټر عارف علوی ته دا خواست هم وكړو بايد نړيوال بنك او نړيوالې مالیاتی ادارې څخه ترلاسه ایمرجنسی بیل آوټ پیكیج ګټې څخه آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان اولس له هم وركړې شي۔ صدر ډاكټر عارف علوی د آزاد كشمیر صدر مقبوضه كشمیر صورتحال څخه په تفصیل سره خبرولو كښې ووئيل د كورونا وائرس وبا باوجود د هند قابض پوځ مقبوضه كشمیر كښې ځوانان وژني او په ایل او سی د آزاد كشمیر شهری آبادی په نخښه كوي چې ورسره د آزاد كشمیر حكومت ته كورونا په ضد روانو هڅو ته زيان رسي او بل پلو مقبوضه جمو او كشمیر اولس له د كورونا وباﺀ مخنيوي لپاره ضروری طبی آسانۍ نه وركړې كيږي۔ده ووئيل د هند حكومت د كورونا وائرس وباﺀ په مهال مقبوضه كشمیر كښې نوې ډومسائل قوانین نافذولو سره كشمیریان د خپل بنیادی حقونو څخه محرومولو له سازش كړے