GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزارت چارواكې ناصر جمال حقائق پټ كړي او هغه د خپلې چوكۍ څخه اخوا كړې شوې

image
APP72-19 ISLAMABAD: September 19 - Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister of State for IB&NH addressing a press conference. APP

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پرېس كونسل آف پاكستان آرډيننس په حقله د فيكټ فائنډنګ كمېټۍ راپور ترلاسه شوے٬په دغه لړ كښې به نورې پلټنې هم كېږي٬د وزارت جارواكې ناصر جمال حقائق پټ كړي او هغه د خپلې چوكۍ څخه اخوا كړې شوې٬هغه له به ځواب وركول وي چې هغه داسې ولې كول٬په جمهوري حكومت كښې د فريقين د اعتماد نه بغېر قانون سازي ممكنه نه ده٬مونږ پرېس كونسل آف پاكستان ٬رجسټرار آفس او د آډټ بيورو ضم كولو وئېلي وو دغسې چې خبريالانو ته د ون ونډو آسانۍ ترلاسه شي٬دا مهال تر اطلاعات رسائۍ بل د سېنېټ څخه منظور شوے او په قامي اسمبلۍ كښې پرې كار روان دے ٬د خبريالانو د تحفظ بل د قانون وزارت منظوري وركړې او په وېج بورډ عملدرآمد له د ستونزو لرې كولو كار روان دے ٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو قانون نافذ كوونكو ادارو او د امنيت اړوندو ادارو لويې قربانۍ وركړې دي۔د نهې په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته دې ووئيل د پرېس كونسل آف پاكستان آرډيننس معاملې په حقله سينئر آفيسر شفقت جميل په مشرۍ كښې د جوړې فيكټ فائنډنګ كمېټۍ راپور راغلې او په دې لړ كښې د مېډيا ځينې برخې د حقيقت نه لرې راپور ښودلې٬دې ووئيل قانون جوړول د حكومت او پارلمان حق دے ٬دا تاثر وركړې شوې چې حكومت او اړونده وزيره يرېدلې ځكه يې مسوده بېرته اخستې۔دې ووئيل د قانون جوړولو لپاره يوه طريقه كار شته او د كوم ترمخه چې د وزارت نه وړاندې د مسودې منظوري اخستې شي۔د دې نه بغېر د كوم بل قانوني حېثيت نه وي٬په جمهوري حكومتونو كښې د فريقينو د اعتماد نه بغېر قانون سازي ممكنه نه ده۔دې ووئيل دا وخت د اطلاعات وزارت په حقله په دوه قانونو كار روان دے ٬په دې كښې يو تر اطلاعات د رسائۍ بل دے كوم چې د نظام سپځلتيا لپاره ډېر ضروري دے دا سېنېټ منظور كړې او قامي اسمبلۍ كښې په ايجنډا پروت دے۔دې ووئيل د دې سره د خبريالانو د تحفظ قانون جوړیږي٬د كوم چې قانون وزارت منظوري وركړې۔دې ووئيل په وېج بورډ د ستونزو لرې كولو كار روان دے او د مېډيا مالكانو پھ دې كښې كليدي كردار پاتې شوې۔دې ووئيل د مېډيا استازو ته خواست كوو چې د تصديق نه بغېر كوم خبر خپور يا نشر نه كړې۔دې ووئيل د فيكټ فائنډنګ راپور نه وروستو به د انكوائرۍ مرحله راځي۔مريم اورنګزېب ووئيل د انټرنل پبلسټي ونګ څخه زما په نامه درې مراسلې ليكلې شوې او ناصر جمال په قصد داسې كړي۔دې ووئيل مونږ د پرېس كونسل آف پاكستان ٬رجسټرار آفس او آډټ بيورو د ضم كولو وئېلي دي دغسې چې خبريالانو ته د ون ونډو سهولت ترلاسه شي او دا معامله په مارچ كښې پېل شوې وه۔دې ووئيل ما د انضمام خبره كړې وه او فيكټ فائنډنګ كښې دا خبره رامخې ته شوې چې ما په تحريري توګه د وزارت د دريو واړو ادارو د انضمام خبره كړې وه او دغسې د يوې ادارې د اړخه په وركننګ پېپر كښې هم دا خبره رامخې ته شوې ده۔دې ووئيل ناصر جمال په خپل دفتر كښې غونډه رابللې وه او د پرېس كونسل آف پاكستان په آرډيننس د بيا نظر اچولو د مسودې ئې سپارښتنه كړې وه۔دا د وزارت په سركاري امر نه رابللې شوې٬ناصر جمال د فيكټ فائنډنګ كمېتۍ په وړاندې اعتراف كړې چې دوهمې وزيرې دغه تجويز رد كړې ؤ ٬ دې ووئېل هغه په قست حقائق پټول٬د فيكټ فائنډنګ كمېټۍ په راپور كښې چې كوم بيان راغلې هغه د ناصر جمال پھ حق كښې نه دے۔دې ووئيل هغه ما ته هم وئېلي دي چې زما نه غلطي شوې خو هغه له به د دې ځواب وركول وي٬مونږ د ادارو د ريګولېټ كولو په حق كښې نه يو۔دې ووئيل ټول په دې خفه شوي چې د حكومت او مېډيا ترمينځه د اړيكو خرابولو هڅه شوې۔دوهمې وزيرې ووئيل زه په رخصتۍ روانه يم ځكه د اطلاعات سېكتر ته د پلټنو وئېلي شوي او دا پږټنې به په وخت كېږي او په دغسې موضوعاتو د مبالغې كولو نه ډډه پكار ده۔دې مېډيا ته ووئيل زه ستاسو نمائنده يم۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل دا پلټنې به كولې شي چې آيا ناصر جمال يوازې دا هر څه كول٬د پرېس كونسل چيئرمېن خپل دفتر ته راغوښتلې شو او سپارښتنې ورته كېدلې٬په مراسلو كښې دا سپارښتنې د وزيرې د اړخه كېدلې۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د اېن اے 120 په ضمني ټاكنو كښې په كاميابۍ ټول قام له مباركي وركوم٬نواز شريف هېواد د تيارو نه ويستې٬د ترهه ګرۍ خاتمه يې كړې٬هلت كيئر٬ايجوكېشن پروګرام يې پېل كړی٬د سي پېك ډالۍ يې قام له وركړې او په دې سوب كامياب شوې۔دې ووئيل د يو امر كلثوم نواز مقابله كړې وه٬هغه د قامي اسمبلۍ غړې جوړه شوې او د اېن اے 120 اولس د هغې په صلاحيتونو اعتماد كړې٬ مريم اورنګزېب ووئېل هغه ناجوړه ده لوے څښتن دې ورله صحت وركړي۔دې ووئيل د وزيراعظم يا د ګوند جوړېدو په حقله قياسونه حقيقت نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د پوځ سرلښكر او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي بيانونه په هغه تناظر كښې كتل پكار دي۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ پیښې ښكاره كمې شوي او په 2017 كښې د ترهه ګرۍ پېښې د 2600 نه 160 ته راغلي خو دا هم نه دي پكار۔د نېب پېشۍ په حقله د يوې پوښټنې پھ ځواب دې ووئيل د كلثوم نواز ناروغتيا تشويش ناكه ده٬د هغوي ټوله كورنۍ په لندن كښې د هغې سره ده او مريم نواز نه غوښتل خو بيا هم د ضمني ټاكنو نه پس زر تر زره لندن ته تللې ده

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں